متقی: امریکا به ګام په ګام د افغانستان په اړه خپله سټراټېژی بدله کړی

ګهیځ: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی له اسوشییټید پرېس خبری اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلی، چې اسلامی امارت د نړۍ له هېوادونو او په ځانګړې توګه له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه ټینګار کړی چې امریکا به ورو ورو د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړی. اسوشیټیډ پریس له امیرخان متقی سره دغه مرکه نن دوشنبه (د لیندۍ په ۲۲ مه) مرکه خپره کړې ده.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې ملی پانګه ازاده کړې، ځکه چې د ده په خبره، د دوی تر واک لاندې په خپلو پښو ولاړ افغانستان د امریکا په ګټه هم دی.
نوموړی دغه راز حکومتولۍ ته په اشارې ویلی چې طالبانو تغیر کړی دی او د هرې ورځې په تېرېدو پرمختګونه محسوسېږی.
متقی امریکایانو ته په خطاب کې ویلی چې دوی ستر ملت دی او باید په هغه کچه صبر او زړه هم ولری څو جرات وکړی چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونه د نړیوالو نورمونو په رڼا کې وضع کړی، له ټکرونو لاس په سر شی او له افغانستان سره ښې اړیکې ولری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.