معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / متقي: بشر نورزی له یوه امریکايي سره تبادله کې خوشې شو

متقي: بشر نورزی له یوه امریکايي سره تبادله کې خوشې شو

کابل/ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د افغانستان سرپرست حکومت د یو امریکايي وګړي سره په تبادله کې د امریکا متحده ایالتونو له زندان څخه د وروستي افغان بندي بشر نورزي د خوشې کېدو خبر ورکړ.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن دوشنبه (د وږې ۲۸مه) په کابل کې د بشیر نورزي د خلاصون په تړاو را بلل شوې غونډې ته وویل چې بشر نورزی نن د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د یو امریکايي وګړي “مارک فریریکس” سره په تبادله کې را خوشې شو.
نوموړي زیاته کړه چې چې ښاغلی نورزی د دوی د مشرانو د پرله پسې هڅو په پایله کې له امریکا يي زندان څخه خوشې شو او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې دوی ته وسپارل شو.
ښاغلي متقي څرګنده کړې، له ګوانتانامو څخه خوشی وروستی افغان بندي له پیله ا.ا ملاتړی کلک ملاتړی او خاص ملګری و، چې را خوشې کېده یې د ټولو لپاره د ویاړ خبره ده.
امریکا تر دا مهاله د دوی له زندانه د بشر نورزي او د ا.ا له زندانه د امریکايي “مارک فریریکس” د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.
خپاره شوي راپورونه وايي، چې دغه امریکايي وګړی “مارک فریریکس” په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو لخوا تښتول شوی، د امریکا متحده ایالتونو تر دې مخکې هم د یاد امریکايي وګړي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
اوس د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د بشر نورزي خلاصول د دغه هېواد او امریکا ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب وباله او تمه یې وښودلې، چې ورته پروګرامونه به دواړه هیوادونه سره نژدې کړي.
هغه ورته مهال د امریکا او افغان سرپرست حکومت تر منځ د مسائلو د هواري لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.
هغه وویل: “که موږ او دامریکا متحده ایالات د مذاکراتو په مېز باندې سر سره خلاص کړو خبرې او مفاهمه ولرو.یو د بل لومړیتوبونه او ګټې په نظر کې ونیسو متقابل احترام ولرو بیا ښه پرمختګ کولای شو.موږ تمه لرو چې دا به یوې دروازه شي د خبرو او مذاکراتو د پرمختګ او تګ راتګ او هر کلی یې کوو چې داسې یو ښه اقدام وشو.”
دا په داسې حال کې ده، چې له امریکايي زندانه ازاد شوي افغان بندي بشر نورزي هم ننني پروګرام کې وویل چې د نوموړي تبادله به د افغانستان او امریکا ترمنځ د سولې پیلامه وګرځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس