متقی: بشر نورزی له یوه امریکایی سره تبادله کې خوشې شو

کابل/ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږی/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د افغانستان سرپرست حکومت د یو امریکایی وګړی سره په تبادله کې د امریکا متحده ایالتونو له زندان څخه د وروستی افغان بندی بشر نورزی د خوشې کېدو خبر ورکړ.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی نن دوشنبه (د وږې ۲۸مه) په کابل کې د بشیر نورزی د خلاصون په تړاو را بلل شوې غونډې ته وویل چې بشر نورزی نن د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې د یو امریکایی وګړی “مارک فریریکس” سره په تبادله کې را خوشې شو.
نوموړی زیاته کړه چې چې ښاغلی نورزی د دوی د مشرانو د پرله پسې هڅو په پایله کې له امریکا یی زندان څخه خوشې شو او د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې دوی ته وسپارل شو.
ښاغلی متقی څرګنده کړې، له ګوانتانامو څخه خوشی وروستی افغان بندی له پیله ا.ا ملاتړی کلک ملاتړی او خاص ملګری و، چې را خوشې کېده یې د ټولو لپاره د ویاړ خبره ده.
امریکا تر دا مهاله د دوی له زندانه د بشر نورزی او د ا.ا له زندانه د امریکایی “مارک فریریکس” د خلاصون په اړه څه نه دی ویلی.
خپاره شوی راپورونه وایی، چې دغه امریکایی وګړی “مارک فریریکس” په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو لخوا تښتول شوی، د امریکا متحده ایالتونو تر دې مخکې هم د یاد امریکایی وګړی د خوشی کولو غوښتنه کړې وه.
اوس د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د بشر نورزی خلاصول د دغه هېواد او امریکا ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب وباله او تمه یې وښودلې، چې ورته پروګرامونه به دواړه هیوادونه سره نژدې کړی.
هغه ورته مهال د امریکا او افغان سرپرست حکومت تر منځ د مسائلو د هواری لپاره پر مذاکراتو ټینګار وکړ.
هغه وویل: “که موږ او دامریکا متحده ایالات د مذاکراتو په مېز باندې سر سره خلاص کړو خبرې او مفاهمه ولرو.یو د بل لومړیتوبونه او ګټې په نظر کې ونیسو متقابل احترام ولرو بیا ښه پرمختګ کولای شو.موږ تمه لرو چې دا به یوې دروازه شی د خبرو او مذاکراتو د پرمختګ او تګ راتګ او هر کلی یې کوو چې داسې یو ښه اقدام وشو.”
دا په داسې حال کې ده، چې له امریکایی زندانه ازاد شوی افغان بندی بشر نورزی هم نننی پروګرام کې وویل چې د نوموړی تبادله به د افغانستان او امریکا ترمنځ د سولې پیلامه وګرځی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.