متقی عمران خان ته: افغانستان د چا بشری ځواک ته اړتیا نه لری

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۲۶مه) د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی له ترکمنستان څخه تر راګرځېدو وروسته په هرات ولایت کې خبریالانو ته په خبرو کې یاد هېواد ته خپل سفر ګټور بللی دی.
نوموړی دغه راز د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلی چې افغانستان په کافی اندازه مسلکی کادرونه لری او د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد بشری ځواک ته اړتیا نه لری.
د یادونې ده چې عمران خان په خپل وروستی ټویټ کې له خپلې ادارې څخه افغانستان ته د بشری ځواک د لېږلو غوښتنه کړې ده چې د نوموړی دې څرګندونو د افغانانو غوسه راپارولې ده.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ګډون ډیرو پخوانیو چارواکو ویلی چې عمران خان دې له دې ډول بې مسوولیته څرګندونو ډډه وکړی ځکه چې افغانستان د سیمې په کچه بشری قوه لری او په دې برخه کې هیچا ته اړتیا نه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.