متقی پر نړیوالو غږ کړی چې بشری موضوعات دې له سیاسی مسایلو سره نه ګډوی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد دوهمه او جولای میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د اروپایی ټولنې د استازولۍ له شارژدافیر ارنوت پاول سره لیدلی.
بېګاه ناوخته د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې لیدنه کې امیرخان متقی ټینګار کړی چې نړیوال باید بشری موضوعات له سیاسی مسایلو سره و نه تړی.
متقی دغه راز ډاډ ورکړی، چې دوی چاته اجازه نه ورکوی د هېواد دننه یا بهر د نورو امنیت ته ګواښ پېښ کړی.
د اروپایی ټولنې استازولۍ او شارژدافیر ارنوت پاول تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دی ویلی.
خو د افغان حکومت په خبرپاڼه کې د پاول په حواله لیکل شوی، چې ګواکې اروپایی ټولنه غواړی د ا.ا له حکومت سره د رغنده چلن له لارې افغانانو ته خدمات وړاندې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.