مجاهد: حکومت د افغان رسنیو لپاره د بهرنیو مرستو د جلبولو هڅې کوی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۱۵مه او د مارچ ۶مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وایی، چې هڅې روانې دی څو د افغانستان رسنیو لپاره د بهرنیو هېوادونو مرستې جلب کړی.
نوموړی دغه څرګندونې شنبه (د کب په ۱۴مه) په هلمند ولایت کې د باختر دولتی خبری اژانس سره په مرکې کړې دی.
هغه ټولو هغو رسنیو ته د بشپړې همکارۍ اوملاتړ ډاډ ورکړ، چې د مالی ملاتړ او اقتصادی ستونزو له امله یې فعالیتونه بند کړی.
ښاغلی مجاهد زیاته کړه چې په یاده برخه کې یې پراخې هڅې پیل کړی، څو یو شمېر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې له رسنیو سره همکاری کوله د هغوی همکاری یو ځل بیا راجلب کړی.
د اسلامی امارت دغه لوړپوړی چارواکی وویل چې معلوماتو ته د لاسرسی په برخه کې د هېڅ خبریال پر وړاندې ستونزې نشته، په خبره یې د هرې رسنۍ خبریال کولای شی چې له چارواکو معلومات ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامی امارت تر واکمنېدو وروسته د مالی امکارناتو د نه شتون او نورو ستونزو له کبله شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ بندې شوې او په سلګونه خبریالان بې دندو شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.