مجاهد: د ا.ا لومړیتوب د هېواد ابادی ده هېوادوال دې هیلې نه بایلی

ګهیځ: نن د سې شنبې ورځ د (لنیدۍ ۳مه) د افغانستان ا.ا عمومی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چې د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب د هېواد ابادی ده او تمه لری چې هېوادوال خپلې هیلې ونه بایلی.

نوموړی زیاته کړې ده چې ا.ا د ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوی چې د هېواد د پرمختګ، ښېرازۍ او د هېوادوالو د هوساینې سبب ګرځی.

مجاهد د خپلو خبرو پر دوام د هوا ککړتیا ته په اشارې څرګنده کړې چې اړوندې ادارې باید نور ګامونه هم واخلی، د تجارت وزارت، د صنعت وزارت او معادنو وزارت باید په خپلو قراردادونو کې د چاپېریال ساتنې موضوع هم ور ګډه کړی، چې دا به لوی پرمختګ او سهولت رامنځته کړی.

هغه دغه راز ویلی چې ټول ښاریان باید له پیلټرونو څخه ګټه پورته کړی تر څو په دې سره تر یوه بریده د هوا د ککړتیا مخنیوی وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.