مجاهد: په پکتیا کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه څېړنې روانې دی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وږی/سنبلې ۱۵مه او د سپټمبر میاشتې ۶مه نېټه ده) ا.ا پکتیا کې د نجونو ښوونځیو پرانستو ته په غبرګون کې ویلی، چې په دې اړه څېړنه کوی.
په پکتیا کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، چې په دې څېړنې کیږی چې یاد ښوونځی په کومو شرایطو او چا په امر پرانیستل شوی دی.

هغه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل چې یوازې د پوهنې وزارت واک لری څو د نجونو تر شپږم ټولګی پورته ښوونځیو پرانیستلو په اړه پرېکړه وکړی.

نوموړی زیاته کړه: “د ښوونځیو درسونه چې پیلیږی هغه به د پوهنې وزارت لخوا اعلان کیږی. دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو یوه اړتیا ده، خو کله چې ان شاءالله اجازه تر لاسه کړی شوه او شرایط ورته برابر شو د پوهنې وزارت به یې په ټول هیواد کې یو ډول پیل کړی. دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کیږی، دا تر اوسه روښانه ده چې د چا په امر شوی، او څه ډول شرایط چمتو شوی دی او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا سته او کنه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو.”

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس پرون ګهیځ نیوز ته وویل چې په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالیو کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګی پورته څلور ښوونځی د خلکو او ښوونځیو د مدیرانو لخوا پرانیستل شوی دی.

هغه دا هم ویلی وو، چې تر اوسه یې په دې اړه کوم رسمی فرمان نه دی تر لاسه کړی او دوی یې هم پر وړاندې مخالفت نه دی کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.