محمود خان اڅکزی وایی، ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعتونه ورکړل شی:

کابل-گهیځ نیوز (د قوس/لیندۍ ۱۴)
د پښتونخوا د ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اڅکزی بلوچستان کې د یوې لویې غونډې پرمهال غوښتنه کړې چې د ډیورنډ فرضی کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیتونه ورکړل شی. نوموړی دا څرګندونې د خپل ګوند د بنسټ ایښودونکی عبدالصمد خان اڅکزی چې په خان شهید مشهور و، د نهه څلوېښتم تلین په مناسبت یوې سترې غونډې ته په خپلې وینا کې کړې دی. هغه د نورو خبرو ترڅنګ د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتی چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړی.
اڅکزی ویلی افغانستان د پاکستان ښه ملګری کېدای شی، خو وایی له سیاسته د پاکستان ناخبره واکمنان باید له دغه سوچ له ذهنه وباسی چې افغانستان د پاکستان پنځم ولایت شی. نوموړی زیاته کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت او د پاکستان حکومت دواړه باید یو بل ته د یو بل په هېوادونو کې د لاسوهنې نه کولو ضمانت ورکړی. هغه غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ فرضی کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د دواړو هېوادونو تابعیتونه هم ورکړل شی.
تر اوسه دواړو حکومتونو د نوموړی دغې غوښتنې پۀ اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.