محمود فضلی وایی، افغانستان کې د جګړې بشپړ مخالف یؤ

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
بی بی سی رسنۍ سره د تېر جمهوری حکومت د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلی ویلی، چې دوی اوسمهال افغانستان کې د جګړې بشپړ مخالف دی.
دغې رسنۍ سره نوموړی ویلی، جګړه په افغانستان کې د سیمه ییزو استخباراتو لاسوهنې ته لار هواروی.
دې ځانګړې مرکه کې فضلی ټینګار کړی، چې جګړه ستونزه نه هواروی.
د ده په خبره کله چې دوی په حکومت کې وو، د یوه مشروع نظام له آدرسه، جګړې د هېواد د دفاع لپاره مشروعیت درلود، خو اوس که ډلې ځی او افغانستان کې جګړه پیلوی، طبعاً دوی به د سیمې له استخباراتو پیسې او وسلې اخلی او د افغانانو وینه به بهوی، چې دوی د دې چارې په بشپړه توګه مخالف دی.
د تېر جمهوری نظام له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د چارو ادارې تېر رییس د افغانستان د حالاتو په تړاو رسنۍ سره خبرې کوی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.