مخابراتو وزارت هېواد ته د ګرځنده ټیلیفونونو واردېدل قانونی کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ویلی، چې د ګرځنده ټیلیفونونو (موبایلونو) واردونکی مکلف دی، څو د مخابراتی خدماتو د تنظیم ادارې څخه د وارداتو جواز ترلاسه او خپل فعالیت قانونی کړی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلی، وزارت یو ځانګړی سیسټم فعال کړی، چې موخه یې د ټیټ‌ کېفیت او جعلی موبایلونو د وارداتو مخنیوی او همدارنګه د غلا شویو ګرځنده ټیلیفونونو کنټرول دی.

د دې سیسټم له مخې، ټول موبایلونه بازار ته تر وړاندې کېدو مخکې باید د IMEI شمېرې له مخې ثبت شی، څو د مخابراتی وسایلو شفافیت او امنیت ډاډمن شی.

مخابراتو وزارت ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې نه عملی کوونکی به له قانونی چلند سره مخ شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.