معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مرکزي آسیا ته له شېرخان بندره په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

مرکزي آسیا ته له شېرخان بندره په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۵  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، په تېرو ۵ میاشتو کې له شېرخان بندره مرکزي اسیا ته د څه باندې ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان سوداګریز توکي صادر شوي دي.

د دوی په وینا مبلایل، د موټرو ټایرونه او وچه مېوه هغه توکي دي، چې له شیرخان بندره تاجکستان او بیا مرکزي آسیا ته صادریږي.

یو شمېر سوداګر د تاجکستان له لوري د ویزو بندښت ته اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي.

په همدې حال کې د کندوز د بهرنیو چارو ریاست وايي، هڅه کوي چې له تاجکستاني لوري سره دغه ستونزه حل کړي.

شېر خان بندر د هېواد په شمال کې یو له مهمو سوداګریزو بندرونو دی، چې افغانستان له تاجکستان او له دې لارې د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره نښلوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس