کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، په تېرو ۵ میاشتو کې له شېرخان بندره مرکزی اسیا ته د څه باندې ۵ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت د افغانستان سوداګریز توکی صادر شوی دی.
د دوی په وینا مبلایل، د موټرو ټایرونه او وچه مېوه هغه توکی دی، چې له شیرخان بندره تاجکستان او بیا مرکزی آسیا ته صادریږی.
یو شمېر سوداګر د تاجکستان له لوری د ویزو بندښت ته اندېښمن دی او له مسوولینو غواړی چې د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړی.
په همدې حال کې د کندوز د بهرنیو چارو ریاست وایی، هڅه کوی چې له تاجکستانی لوری سره دغه ستونزه حل کړی.
شېر خان بندر د هېواد په شمال کې یو له مهمو سوداګریزو بندرونو دی، چې افغانستان له تاجکستان او له دې لارې د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره نښلوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ