مزارشریف کې د اوسپنې د ویلی کولو فابریکې چارې په بریالیتوب سره روانې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د خانزاده عبدالرحیم د اوسپنې ویلی کولو فابریکې مسول حاجی رسول داد شینواری ویلی، چې د پنځه میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت یې د اوسپینې ویلې کولو فابریکه جوړه کړې، چې دمګړۍ په کې ۴ سوه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه کارخونې د مالک په وینا د هېواد د ترقۍ او پرمتخګ اصلی لامل کورنی تولیدات دی، چې په دې برخه کې د آبادۍ لپاره باید هر پانګوال پانګه اچونه وکړی.
دغه کارخونه په دوه شفټونو کې کاریګر لری، چې یو یې د شپې او بل ګروپ یې د ورځې لخوا خپلې چارې مخته بیایی.
مسوولین وایی، دغه فابریکه کولای شی د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د اوسپنې اړتیاړې هم پوره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.