ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وری ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هبیتات پروګرام په مزارشریف کې د کار په وړاندې د نغدو مرستو د یوه پروګرام د پیلېدو خبر ورکوی.
دې پروګرام پرون په یوه ټویټ کې ویلی چې په مزارشریف کې د ابادی پروګرام په چوکاټ کې دغه نوی فعالیتونه چې په پروژو کې په کار کولو سره خلکو ته نغدې پیسې ورکول کېږی، د افغانستان په ښاری سیمو کې د اوسېدو د دوامداره ستونزو د کمولو د هڅو یوه برخه ده.
په دغو فعالیتونو کې د کانالانو او ویالو د پاکولو او ترمیم، د عامه پارکونو رغونه او د نیالګیو کېنول شامل دی.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د دا ډول فعالیتونو او هم د نورو بشری هڅو له لارې، په افغانستان کې هغو ملیونونو کسانو سره مرستې کوی چې سختو بشری مرستو ته اړ دی.
گهیځ