مسوولینو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند ۳ زره ۵۷۳ عرادې نظامی وسایطو د ترمیم خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د حمایوی لوژستیکی کنډک اړوند ورکشاپونو کې د تیر یو کال پرمهال د قول اردو اړوند ۳ زره ۵۷۳ عرادې بېلابیل ډول نظامی وسایط ترمیم او د استفادې وړ ګرځېدلی.
د یادو ورکشاپونو مسوول ویلی، دوی په قول اردو کې د وسایطو او وسلو ترمیم منظم ورکشاپونه او بشپړ مسلکی پرسونل لری، چې پرمټ یې د یو کال په موده کې ۳ زره ۵۷۳ عرادې بېلابېل نظامی وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل.
دوی زیاتوی، سربېره پر دې یې د هغو وسایطو د ترمیم چارې هم پیل کړې، چې له تېرې ادارې څخه ویجاړ پاتی او په تخریب یا کباړ حساب شوی وو.
نوموړی ژمنه یې وکړه چې په دغه برخه کې به شپه او ورځ هلې_ځلې کوی او د بېت المال اړوند وسایطو او وسلو ساتنې په موخه به خپلې هڅې جارې وساتی.
افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو تر وتلو وروسته ډېری نظامی وسایط او تجهیزات تخریب کړل شول، چې اوس یې سرپرست افغان حکومت پر بیا رغون کار روان کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.