مسوولین تورخم کې د ترمینل تر جوړېدو وروسته عایداتو کې د ۶۰ سلنه زیاتوالی خبر ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم ترمینل آمر ویلی، چې د تورخم ترمینل د هېواد په کچه یو رسمی او معیاری ترمینل دی، چې تر رغېدو وروسته د دغې برخې څخه د عایداتو کچه له لس سلنې اویا سلنې ته لوړه شوې ده.
د ده په خبره یاد ټول عواید په منظم ډول د دولت خزانې ته سپارل کیږی.
نوموړی خپلو خبرو کې د دغې لارې موټر چلوونکو ته خپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ترمینل کې ټول اړونده سهولتونه د موټرچلونکو لپاره برابر شوی او د یو شمېر نورو سهولتونو په رامنځته کولو کار روان دی.
د دغې لارې موټر چلوونکو هم خوښی ښودلې، چې پخوا به په پاشلی بڼه بېلابېلو ځایونو کې درېدل، خو اوس ورته اسانتیاوې زیاتې شوی او ټولې موټرې یې یاد دولتی ترمینل کې په مصوون ډول ودریږی.
مسوولین وایی، هڅه کوی چې یاد ترمینل کې د موټر چلوونکو لپاره نور د اړتیا وړ سهولتونه او اسانتیاوې هم رامنځته کړی.
تورخم ترمینل چې په معیاری او اساسی ډول د دولت له لوری رغول شوی، اوس په کې په یو وخت تر ۲زرو ډېر لوی او کوچنی موټرې ځاییږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.