کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۶):
د زندانونو چارو د سمون اداره وایی، د کابل په ګډون یې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بندیانو د درملنې لپاره روغتیایی مرکزونه جوړ کړی دی.
د دغې ادارې مسوولین زیاتوی، چې د ژمی موسم له رسېدو سره سم یې د نارینه، ښځینه او ماشومانو زندانیانو لپاره ژمنۍ جامې او نور لومړنی توکی هم چمتو کړی دی.
مسوولین په داسې مهال د اسانتیاوو د برابرولو خبر ورکوی چې تر دې وړاندې د ژمی په راتلو سره د یخنۍ او بېلابېلو ناروغیو له امله د زندانیانو یو شمېر کورنیو شکایت کاوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ