معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسوولین وایي، د حېرتان بندر په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

مسوولین وایي، د حېرتان بندر په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حېرتان سوداګريز بندر مسوولين وايي، د نورم او سټنډرډ آمريت ادارې د روان ۱۴۰۲ لمريز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ۲ سوه ميليونه او څه باندې ۵۵ لکه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د بلخ ولايت د حېرتان بندر د استراس دولتي شرکت رييس سردار محمد حيدري وایي، سږکال له ازبکستان او قزاقستان څخه څه باندې ۳۴ زره واګونه سوداګريز توکي وارد شوي او په همدې موده کې دغو هېوادونو ته له افغانستان څخه شاوخوا زر واګونه توکي صادر شوي دي.
نوموړى زياتوي، دمګړى افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د حېرتان بندر له لارې ۱۴ ډوله اموال او اجناس صادروي، چې تر ډېره بريده پورې خوراکي توکي او غالۍ دي.
بل لور ته يو شمېر سوداګر او پانګوال وايي، د سرپرست افغان حکومت او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ښو دوستانه اړيکو له امله د ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتياوې او راکړه – ورکړه زياته شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس