کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حېرتان سوداګریز بندر مسوولین وایی، د نورم او سټنډرډ آمریت ادارې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۲ سوه میلیونه او څه باندې ۵۵ لکه افغانۍ عواید راټول کړی دی.
د بلخ ولایت د حېرتان بندر د استراس دولتی شرکت رییس سردار محمد حیدری وایی، سږکال له ازبکستان او قزاقستان څخه څه باندې ۳۴ زره واګونه سوداګریز توکی وارد شوی او په همدې موده کې دغو هېوادونو ته له افغانستان څخه شاوخوا زر واګونه توکی صادر شوی دی.
نوموړى زیاتوی، دمګړى افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د حېرتان بندر له لارې ۱۴ ډوله اموال او اجناس صادروی، چې تر ډېره بریده پورې خوراکی توکی او غالۍ دی.
بل لور ته یو شمېر سوداګر او پانګوال وایی، د سرپرست افغان حکومت او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښو دوستانه اړیکو له امله د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې او راکړه – ورکړه زیاته شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ