معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسوولین وایي، ‏د سرپرست حکومت امیر نیمروز ولایت ته سفر کړی

مسوولین وایي، ‏د سرپرست حکومت امیر نیمروز ولایت ته سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت امیر نیمروز ولایت ته سفر کړی او هلته یې له ځايي مسوولینو، د علماوو شورا له غړو، قومي مشرانو، د جهادي مدرسې له استادانو، د محاکمو له قاضیانو، ولسوالانو او ځایي مسوولینو سره غونډه کړې.
ولایتي چارواکي وایي، چې دغه غونډه کې امیر د نیمروز ځايي مسوولینو ته ولس سره د ترحم او شفقت، د هغوی ستونزو ته د رسېدو، خپلو مسولیتونو ته د متوجې کېدلو او قضایي چارو کې د استقلال ساتلو ترڅنګ د یو شمېر مسایلو په اړه سپارښتنې کړې دي.
تر دې وړاندې اروزګان ولایت ته هم د نوموړي د سفر په اړه خبرونه ورکړل شوي وو، خو د دغو سفرونو او غونډو انځورونه یا ویډیوګانې رسنیو ته په واک کې نه دي ورکړل شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس