مسوولین وایی، ‏د سرپرست حکومت امیر نیمروز ولایت ته سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت امیر نیمروز ولایت ته سفر کړی او هلته یې له ځایی مسوولینو، د علماوو شورا له غړو، قومی مشرانو، د جهادی مدرسې له استادانو، د محاکمو له قاضیانو، ولسوالانو او ځایی مسوولینو سره غونډه کړې.
ولایتی چارواکی وایی، چې دغه غونډه کې امیر د نیمروز ځایی مسوولینو ته ولس سره د ترحم او شفقت، د هغوی ستونزو ته د رسېدو، خپلو مسولیتونو ته د متوجې کېدلو او قضایی چارو کې د استقلال ساتلو ترڅنګ د یو شمېر مسایلو په اړه سپارښتنې کړې دی.
تر دې وړاندې اروزګان ولایت ته هم د نوموړی د سفر په اړه خبرونه ورکړل شوی وو، خو د دغو سفرونو او غونډو انځورونه یا ویډیوګانې رسنیو ته په واک کې نه دی ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.