مسوولین وایی، غزنی کې یې د ۲۰ جریبه لرغونې ځمکې له غصبه مخنیوی کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ښار لومړۍ حوزې د روضې په سیمه کې یو شمېر خلکو غوښتل، چې څه باندی ۲۰ جریبه لرغونی ځمکې غصب کړی او په یادو ځمکو کې یې دېوالونه جګ کړی وو، چې په خبره یې د ځایی مسوولینو له لوری ونړېدل.
د غزنی د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړې، چې شاوخوا لس لرغونې سیمې په دغه ولایت کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د لرغونو سیمو په ډله کې ثبت دی او هېچاته به د دغو لرغونو ځمکو د غصب اجازه ورنه کړی.
د مسوولینو په خبره د روضې په سیمه کې په تېرو شلو کلونو کې په یوه اندازه لرغونو ځمکو کې کورونه د خلکو له لوری جوړ شوی، چې د هغه په خبره، د یادو غصب شویو ځمکو راپور د دغه ولایت د غصب شویو ځمکو د استرداد له کمېسیون سره د بېرته راګرځېدا په موخه شریک شوی دی.
غزنی د هېواد له لرغونو ولایاتو څخه شمېرل کیږی، چې د تاریخ په اوږدو کې د سترو امپراتوریو مرکز یاد شوی او لرغون پوهان په دې باور دی، چې د هغوی د تاریخ د ژوندی ساتلو لپاره اړتیا ده، چې لرغونې سیمې او تاریخی آبدات په ښه توګه وساتل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.