معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسکو له اوکراین سره د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی

مسکو له اوکراین سره د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میسرګای ورشینین ویلي، مسکو لا هم له اوکراین سره د سولې خبرو ته چمتو دی.
د دغو رسنیو د اطلاعاتو له مخې میسرګای زیاته کړې، چې مسکو خبرو ته چمتو ده، خو دا خبرې باید له کوم مخکیني شرط پرته د واقعیتونو پر بنسټ ترسره شي.
اوکرایني لوري تر دا مهاله د روسیې دغې چارواکي د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته روسیه د ناټو له کلک غبرګون سره مخ شوه او تر دا مهاله په کې جګړه روانه ده، چې دواړو لوریو ته په کې وخت ناوخت مرګ_ژوبله هم اوړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس