کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میسرګای ورشینین ویلی، مسکو لا هم له اوکراین سره د سولې خبرو ته چمتو دی.
د دغو رسنیو د اطلاعاتو له مخې میسرګای زیاته کړې، چې مسکو خبرو ته چمتو ده، خو دا خبرې باید له کوم مخکینی شرط پرته د واقعیتونو پر بنسټ ترسره شی.
اوکراینی لوری تر دا مهاله د روسیې دغې چارواکی د خبرو په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته روسیه د ناټو له کلک غبرګون سره مخ شوه او تر دا مهاله په کې جګړه روانه ده، چې دواړو لوریو ته په کې وخت ناوخت مرګ_ژوبله هم اوړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ