معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسکو ښایي په افغانستان کې نورې کونسلګرۍ پرانیزي

مسکو ښایي په افغانستان کې نورې کونسلګرۍ پرانیزي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي، چې ښایي روسیه په افغانستان کې یو شمېر نور کونسلګرۍ هم پرانیزي.

نوموړي دا خبره تېره ورځ د روسیې ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې کړې ده.

افغانستان او روسیې له ۱۹۱۹م کال راهیسې دیپلوماتیک اړیکې ټینګې کړي او په کابل کې یې سفارت پرانېست، بیا یې یو وخت په مزارشریف کې کونسلګري پرانیسته او د اړتیا له مخې یې څو نورې کونسلګرۍ هم په بېلابېلو ښارونو کې فعاله کړې.

روسیه یو له هغو هېوادونو دی، چې د اوسني حکومت په راتګ سره یې افغانستان کې خپل سفارت بند نه کړ او په مسکو کې یې هم د افغانستان سفارت اوسني افغان حکومت ته وسپاره.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس