کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنوف ویلی، چې ښایی روسیه په افغانستان کې یو شمېر نور کونسلګرۍ هم پرانیزی.
نوموړی دا خبره تېره ورځ د روسیې ټاس خبری آژانس سره په خبرو کې کړې ده.
افغانستان او روسیې له ۱۹۱۹م کال راهیسې دیپلوماتیک اړیکې ټینګې کړی او په کابل کې یې سفارت پرانېست، بیا یې یو وخت په مزارشریف کې کونسلګری پرانیسته او د اړتیا له مخې یې څو نورې کونسلګرۍ هم په بېلابېلو ښارونو کې فعاله کړې.
روسیه یو له هغو هېوادونو دی، چې د اوسنی حکومت په راتګ سره یې افغانستان کې خپل سفارت بند نه کړ او په مسکو کې یې هم د افغانستان سفارت اوسنی افغان حکومت ته وسپاره.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ