کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر لوګر ولایت کې د مس عینک کان څخه د لیدنې پر مهال د قراردادی کمپنۍ مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د مس عینک ۱۰۰ سلنې پروسېس لپاره دې د اړتیا وړ تاسیساتو جوړولو چارې پیل شی.
د خبر پر بنسټ سرپرست وزیر همداراز د مس عینک د قراردادی کمپنۍ له مسوولینو غوښتی، چې د دې کان د کېندنې لپاره دې ژر تر ژره ماشینری افغانستان ته را انتقال کړی.
د دغې کان د قرارداد ورکړه څو اونۍ وړاندې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ