کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې تړانګې په جنوب کې د مصر سرحد ته نږدې رفح ښار ته د خپلو ځواکونو د لېږلو خبر ورکړ، مصری چارواکو ویلی، که اسراییل دغه اقدام وکړی، نو دوی سره به شوی د سولې تړون لغوه کړی.
نږدې څلوېښت کلن د سولې تړون لغوه کړی.
دغه تړون چې نږدې څلوېښت کاله وړاندې په کال ۱۹۷۹ زېږدیز کې د امریکا په منځګړیتوب شوی و، د مصر او اسراییلو د مشرانو ترمنځ روغبړ هغه مهال ډېره نوې او حېرانوونکې پېښه وه.
پر فلسطین د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو دوام له امله پر دې تړون نیوکې ډېرې شوی دی.
پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د روانو بریدونو له امله تر اوسه د ۲۸ زرو څخه د ډېرو بې دفاع ولسی فلسطینیانو د وژل کېدو او د ۶۸ زرو په شاوخوا کې د ټپی کېدو پخلی شوی دی، خو ځینې ناتایید شوی راپورونه بیا د مرګ – ژوبلې شمېره تر دې دوه چنده لوړه ښیی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ