ملا یعقوب د پاکستان د آی اېس آی مشر یوې خبرې ته تند غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
هندۍ رسنۍ نیوز ۱۸ په یو راپور کې ویلی، افغانستان ته د پاکستان د ISI د مشر د سفر پر مهال نوموړی کابل کې افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلی، چې پاکستان کولی شی هر ځای کې چې وی، د خپل نظام مخالفې ډلې وځپی.
د دغې رسنۍ د خبر له مخې د ISI د مشر دې خبرې ته د افغانستان دفاع وزیر تند غبرګون وښود.
نیوز ۱۸ زیاته کړې، یعقوب مجاهد د نوموړی دې خبرې په ځواب کې خبرداری ورکړی او ویلی یې دی، چې موږ ته ګواښ مه کوئ، وګورئ چې امریکا څه شوه؟
د افغانستان دفاع وزیر تر دې وړاندې هم افغان خاوره کې د پاکستان د عملیاتو د کولو په غوښتنه تند غبرګون ښودلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.