معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملي دفاع وزارت وایي، پر پکتیکا به د پاکستان هوایي برید بې ځوابه نه پرېږدي

ملي دفاع وزارت وایي، پر پکتیکا به د پاکستان هوایي برید بې ځوابه نه پرېږدي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملي دفاع وزارت د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ کې پر افغان خاورې د پاکستاني جېټ الوتکو وروستۍ بمباري په کلکه غندلی او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.

ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی به دا برید بې ځوابه پرېنږدي او له خپل حریم څخه دفاع کول خپل مسلم حق ګڼي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼ ملکي وګړي، چې ډېری یې کډوال وو، په نښه شوي دي.

په ورته مهال ځایي سرچینو ویلي، چې تر اوسه د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د ۱۳ تنو جسدونه موندل شوي او د پاتې جسدونو د را وېستلو چارې روانې دي.

رسمي سرچینو لا تر دې دمه د مرګ – ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.

بل خوا د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دواړو خواوو ته د کړکېچ د زیاتېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

څه موده وړاندې هم پاکستاني الوتکو د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې وې، چې په ځواب کې یې افغان لوري توند غبرګون وښود او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان ګڼ نظامي مرکزونه په نښه او وویشتل.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس