ملی دفاع وزارت وایی، پر پکتیکا به د پاکستان هوایی برید بې ځوابه نه پرېږدی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملی دفاع وزارت د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ کې پر افغان خاورې د پاکستانی جېټ الوتکو وروستۍ بمباری په کلکه غندلی او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.

ملی دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې دوی به دا برید بې ځوابه پرېنږدی او له خپل حریم څخه دفاع کول خپل مسلم حق ګڼی.

خبرپاڼه زیاتوی چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼ ملکی وګړی، چې ډېری یې کډوال وو، په نښه شوی دی.

په ورته مهال ځایی سرچینو ویلی، چې تر اوسه د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د ۱۳ تنو جسدونه موندل شوی او د پاتې جسدونو د را وېستلو چارې روانې دی.

رسمی سرچینو لا تر دې دمه د مرګ – ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.

بل خوا د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دواړو خواوو ته د کړکېچ د زیاتېدو پر مخنیوی ټینګار کړی دی.

څه موده وړاندې هم پاکستانی الوتکو د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې وې، چې په ځواب کې یې افغان لوری توند غبرګون وښود او د ډیورنډ فرضی کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان ګڼ نظامی مرکزونه په نښه او وویشتل.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.