معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملي سوداګر میرویس عزیزي هېواد کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

ملي سوداګر میرویس عزیزي هېواد کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان پانګوال ميرويس عزيزي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او انرژۍ په برخو کې ۱۰ میليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

د خبر پر بنسټ، نوموړی تېره ورځ د هرات زلزلو ځپلو لپاره د جوړ شوي ښارګوټي پرانیستې په موخه دوبۍ څخه هرات ته سفر کړی و.

عزیزي ويلي، چې په دې سره به زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

د نوموړي په وینا له دغه پانګونې څخه يې موخه د افغانستان اقتصادي پراختيا او د کار زمينې ايجادول دي.

په ورته مهال د هرات والي د ياد سوداګر د دغه بې مخينې اقدام ستاينه وکړه او په نړيوالو مرستندويو بنسټونو يې غږ وکړ، چې د نمايشي مرستو پر ځای د افغان ولس د بسياينې او لاسنیوي په موخه عملي ډګر کې چارې ترسره کړي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس