کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان پانګوال میرویس عزیزی ویلی، چې په نږدې راتلونکی کې به هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او انرژۍ په برخو کې ۱۰ میلیارده امریکایی ډالره پانګونه وکړی.
د خبر پر بنسټ، نوموړی تېره ورځ د هرات زلزلو ځپلو لپاره د جوړ شوی ښارګوټی پرانیستې په موخه دوبۍ څخه هرات ته سفر کړی و.
عزیزی ویلی، چې په دې سره به زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شی.
د نوموړی په وینا له دغه پانګونې څخه یې موخه د افغانستان اقتصادی پراختیا او د کار زمینې ایجادول دی.
په ورته مهال د هرات والی د یاد سوداګر د دغه بې مخینې اقدام ستاینه وکړه او په نړیوالو مرستندویو بنسټونو یې غږ وکړ، چې د نمایشی مرستو پر ځای د افغان ولس د بسیاینې او لاسنیوی په موخه عملی ډګر کې چارې ترسره کړی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ