کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۰ نېټه):
ملګرو ملتونو کې له نشه یی توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې په ټول افغانستان کې به د نشه یی توکو د روږدو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره مالی مرسته وکړی.
دوی په تویټ کې زیاته کړې، چې افغانستان کې له دغو مرکزونو سره همکارۍ او لاسنیوی ته ژمن دی.
تر دې وړاندې د ابن سینا د روږدو کسانو د درملنې د زر بستریز مرکز مسوولینو ویلی وو، چې په دغه مرکز کې نږدې ۸ زره په نشه یی توکو روږدی کسان تر درملنې لاندې دی.
د دغه مرکز مشر له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتی وو، چې د درملنې د اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړی.
افغانستان کې د اوسنی سرپرست حکومت په راتګ سره له بېلابېلو ولایاتو پر نشه یی توکو زرګونه کسان راټول او د درملنې په موخه اړوندو مرکزونو ته واستول شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ