ملګرو ملتونو افغانستان کې یو ځل بیا د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۹):
د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوترېش یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی. نوموړی په افغانستان کې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوی غوښتنه هم کړې ده. ګوترېش زیاته کړې چې د افغانستان نوی حکومت باید د ټولو ترهګرو ډلو فعالیت ته د پای ټکی کېږدی.
د ګوترېش په خبره ملګرو ملتونو هم په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړې دی.
ګوترېش ویلی، چې افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د پوره کولو لپاره چې د افغانستان ګټې هم په کې شاملې وی، یو څه ښکاره ګامونه پورته کړی.
ګوترېش د نجونو تعلیم او د ښځو د حقونو په ګډون د کار کولو د حق غوښتنه له افغان حکومته کړې ده.
افغان حکومت تر اوسه د ګوترېش دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې تینګار کړی و چې حکومت یې ټول ګډونه دی او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوقو ته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.