معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو بیا ځل له افغان حکومته د نجونو او نارینه وو لپاره د مساویانه زده‌ کړو غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو بیا ځل له افغان حکومته د نجونو او نارینه وو لپاره د مساویانه زده‌ کړو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري لومړۍ نېټه):
د ملګرو ملتونو یو شمېر غړو په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو لپاره د باکېفیته زده‌‌ کړو پر مساویانه فرصت برابرۍ ټینګار کړی.
دوی زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو غیرقانوني بندیز به د یوه نسل او همدارنګه د افغانستان پر راتلونکې منفي اغېزې پرې باسي.
دغه راز د دوی په یو راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان په نیمايي وګړو د زده‌ کړو دروازې تړل د ښځو او نجونو د انساني حقونو تر پښو لاندې کول دي.
د ملګرو ملتونو دغو غړو په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیلېدو سره باید په ټول هېواد کې نجونو او ښځو ته د زده‌ کړو فرصت برابر شي.
دوی زیاته کړې داسې ښکاري چې په افغانستان کې نجونې پرله پسې دوهم کال له شپږم ټولګي پورته زده‌ کړو څخه منع شي.
سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه د نوي کال پیل سره د نجونو د تعلیمي او تحصیلي زده کړو د پیلېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې ژمنه کړې وه چې د شرعي چوکاټ تر برابرولو وروسته به خامخا نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس