ملګرو ملتونو بیا ځل له افغان حکومته د نجونو او نارینه وو لپاره د مساویانه زده‌ کړو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری لومړۍ نېټه):
د ملګرو ملتونو یو شمېر غړو په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو لپاره د باکېفیته زده‌‌ کړو پر مساویانه فرصت برابرۍ ټینګار کړی.
دوی زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو غیرقانونی بندیز به د یوه نسل او همدارنګه د افغانستان پر راتلونکې منفی اغېزې پرې باسی.
دغه راز د دوی په یو راپور کې ویل شوی، چې د افغانستان په نیمایی وګړو د زده‌ کړو دروازې تړل د ښځو او نجونو د انسانی حقونو تر پښو لاندې کول دی.
د ملګرو ملتونو دغو غړو په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلی، چې په افغانستان کې د نوی ښوونیز کال پیلېدو سره باید په ټول هېواد کې نجونو او ښځو ته د زده‌ کړو فرصت برابر شی.
دوی زیاته کړې داسې ښکاری چې په افغانستان کې نجونې پرله پسې دوهم کال له شپږم ټولګی پورته زده‌ کړو څخه منع شی.
سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه د نوی کال پیل سره د نجونو د تعلیمی او تحصیلی زده کړو د پیلېدو په اړه رسماً څه نه دی ویلی، خو په تېر کې یې ژمنه کړې وه چې د شرعی چوکاټ تر برابرولو وروسته به خامخا نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.