کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې CNN ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشی انټونیو ګوترېش د اسراییلی پوځ نوم د سرغړوونکو په هغه نوملړ کې شامل کړ، چې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی کوی.
د راپور له مخې ګوترېش ویلی، اسراییلی پوځیانو غزه کې پر ماشومانو هېڅ رحم نه دی کړی او نه هم ترې دا تمه کېدای شی.
د دغې پرېکړې پر مهال ملګرو ملتونو کې د اسراییلو استازی، ګیلاد ارډن بیا دغه پرېکړه غندلې او دا یې یوه شرموونکې پرېکړه بللې.
پر خواله رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کیږی، چې د اسراییلو استازی ارډن پکې په تونده لهجه خپل مشرانو ته وایی، یوازې هغه څوک چې نن ورځ په تور لېست کې دی هغه عمومی منشی دی، چې د جګړې له پیل راهیسې او حتیٰ خپلې پرېکړې وسلوالو ډلو ته ډالۍ کوی.
د غزې روانه جګړه کې د امریکا له ملاتړ برخمن اشغالګر رژیم تر دا مهاله له ۱۵ زره او ۵ سوو زیات ماشومان شهیدان کړی او زرګونه نور یې ټپیان کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ