کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو تازه اقدام کې د افغان حکومت پر څو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړی دی.
د یاد اقدام له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خـ.ـلیـ.ـفه سـ.ـراج الـ.ـدین حـ.ـقانـ.ـی، د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عـ.ـبدالکـ.ـبیر، د استخباراتو لوی ریاست رییس مـ.ـلا عبدالـ.ـحق وثـ.ـیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست وزیر مولوی نور محمد ثـ.ـاقب د سفر بندیزونه پای ته رسېدلی دی.
د خبر پر بنسټ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د بندیزونو کمېټې د افغان حکومت پر دغو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیز معافیت سعودی عربستان ته د حج د اداکولو په موخه تصویب شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سـ.ـراج الـ.ـدین حـ.ـقانـ.ـی په مشرۍ یو پلاوی متحده عربی امارتو ته په سفر تللی وو، چې د دې هېواد له مشرانو سره یې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړی او تازه یې د حج فریضې ادا کولو پرمهال ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته – پورته کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ