ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د وژنې قضیې په اړه د څېړنې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال له ایران سره پر پوله کې پر افغان کډوالو د ډزو په غبرګون کې ویلی، د نړیوالو قوانینو له مخې باید له کډوالو او پناه غوښتونکو ساتنه وشی.

د نوموړی په وینا، افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په دې اړه د رڼو څېړنو غوښتنه هم کړې ده.

د ایران په سیستان او بلوچستان سیمه کې د یو شمېر افغان کډوالو له وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د عمومی منشی مرستیال ویلی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوی دواړو لوریو ته یادونه کړې، چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه باید د کډوالو د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې خوندی وی.

د فرحان حق په وینا، افغانستان کې ملګرو ملتونو استازولی په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې اړه یې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې.

د افغانستان سرپرست حکومت دغې پېښې ته د رسېدو لپاره یو پلاوی ټاکلی، خو تر اوسه یې د دغه پلاوی په اړه جزیات نه دی ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.