ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړی کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بشری مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږی کوونکی، مارټېن ګرېفټس پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلی، چې افغانستان ته له پاکستانه د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره یې ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړی کړی دی.
نوموړی وایی، د روان زېږدیز کال د سپټمبر له نیمایی راهیسې ۳ لکو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوی دی.
ګرېفټس وایی، دغه ۱۰ میلیونه ډالر یې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د مرکزی صندوق څخه ځانګړې کړی او تمه ده چې افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو ته مرستی برابرې کړی او د هغوی بنسټیزې بشری اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.