کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د کډوالۍ نړیوال سازمان او یونسېف ویلی، د هرات زلزله ځپلی بېړنیو مرستو ته اړتیا لری، خو په خبره یې چې دوی د بسپنې له کمښت سره مخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام لیکلی، د دوی بودیجه په چټکۍ سره د ختمېدو په حال کې ده او د دغې زلزلې له امله زیانمن شوی کسان، د خپل ژوند د بېرته رغولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لری.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلی، چې له زیانمنو ماشومانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوی، خو د دغه ملاتړ لپاره لا زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.
اخوا بیا د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی دفتر یا اوچا ویلی، په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې ۲۱ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوی او څه باندې ۱۷ زره نور کورونه په جدی توګه رغولو ته اړتیا لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ