کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغان حکومت وروستیو ډيپلوماټیکو کړنو او د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ، فریدون سینیرلي اوغلو په دې کتنه کې ویلي، چې د دوحې ناستې موخه له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی، څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګ وشي.
نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د دوحې په ناسته کې دې افغان حکومت په لوړه کچه پلاوی ګډون وکړي.
بل لور د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار لپاره د دوحې ناسته یو ښه فرصت بولي، خو زیاتوي چې دوی به د غونډې د جوړښت، اېجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته دغه غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.
فریدون سینیرلي اوغلو څه موده وړاندې د افغانستان په اړه خپلواکه ارزونه کړې، چې په کابل کې د نورو هېوادونو د ډ يپلوماټیک حضور زیاتوالي، د افغانستان مرکزي بانک د بندیزونو لرې کولو او له افغانستان سره په تخنیکي او پراختیایي برخو کې د مرستو د پیل غوښتنه په کې شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/