ملګرو ملتونو له افغان حکومته د دوحې په غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلی اوغلو د بهرنیو چارو له وزیر مولوی امیرخان متقی سره په کتنه کې د افغان حکومت وروستیو ډیپلوماټیکو کړنو او د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړی.

د خبر پر بنسټ، فریدون سینیرلی اوغلو په دې کتنه کې ویلی، چې د دوحې ناستې موخه له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی،  څو په سیاسی برخه کې لا زیات پرمختګ وشی.

نوموړی هیله څرګنده کړې، چې د دوحې په ناسته کې دې افغان حکومت په لوړه کچه پلاوی ګډون وکړی.

بل لور د بهرنیو چارو وزیر هم ویلی، چې افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار لپاره د دوحې ناسته یو ښه فرصت بولی، خو زیاتوی چې دوی به د غونډې د جوړښت، اېجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته دغه غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وکړی.

فریدون سینیرلی اوغلو څه موده وړاندې د افغانستان په اړه خپلواکه ارزونه کړې، چې په کابل کې د نورو هېوادونو د ډ یپلوماټیک حضور زیاتوالی، د افغانستان مرکزی بانک د بندیزونو لرې کولو او له افغانستان سره په تخنیکی او پراختیایی برخو کې د مرستو د پیل غوښتنه په کې شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.