ملګرو ملتونو له غزې او لوېدیځې غاړې څخه د اسراییلی پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو متلونو په عمومی اسمبلۍ کې د فلسطین په اړه د هغه پرېکړه‌ لیک په کلکه ملاتړ وشو، چې د یو کال په موده کې به اسراییل له غزې او لوېدیځې غاړې څخه خپل پوځیان وباسی.

د خبر پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ له ۱۹۳ غړیو څخه ۱۲۴ هېوادونو دې پرېکړه لیک ته چې الزامی نه دی مثبتې، ۱۴ مخالفې او ۴۳ ممتنع رایی ورکړې.

د مخالفانو په ډله کې د امریکا متحد ایالتونه وو چې د اسراییل نږدې متحد دی.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض منصور دغه رایه د خپل ولس د ازادۍ او عدالت لپاره د مبارزې په برخه کې د عطف نقطه وبلله.

په پرېکړه‌ لیک کې د فلسطنیانو له ټولو سیمو د اسراییلی ځواکونو د وتلو ترڅنګ دا غوښتنه هم شوې، چې په فلسطینی اشغالی سیمو کې دې د اسراییلیانو جوړ شوی مېشت ځایونه هم تخلیه شی.

د پرېکړه‌ لیک له مخې که چېرته اسراییل ټینګار کوی، باید پر چارواکو یې بندیزونه ولګول شی او اسراییلو ته د وسلو صادرات هم باید ودرول شی.

د دې سربېره پرېکړه‌ لیک کې له اسراییلو څخه غوښتنه شوې، چې د اشغال له امله فلسطنیانو ته د اوښتو زیانونو خساره هم ورکړی.

دا پرېکړه‌ لیک پرون په داسې وخت کې تصویب شو، چې په غزه کې اسراییلی اشغالګرو د یو کال راهیسې پر بې دفاع ولسی وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.