معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو ویلي، نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي

ملګرو ملتونو ویلي، نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د سرپرست حکومت د دوه کلنې واکمنۍ وروسته ویلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نۀ کړي.
ګوترېش پر خپلې ټویټر پاڼې د ښځو او نجونو په حقونو باندې د محدودیتونو لګولو په اړه هم ژوره اندیښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجراییوي رییسې مېرمن سیما بحوث هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي. مېرمن سیما بحوث له ټولو اړوندو خواو غوښتي، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره دې ملګرو ملتونو ته لاسونه ورکړي او د هغوی غږونه، لومړیتوبونه او سپارښتنې دې وارزوي او هغو خدماتو ته دې بودیجه برابره کړي، چې افغان مېرمنې ورته سخته اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس