کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوترېش د سرپرست حکومت د دوه کلنې واکمنۍ وروسته ویلی، چې نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نۀ کړی.
ګوترېش پر خپلې ټویټر پاڼې د ښځو او نجونو په حقونو باندې د محدودیتونو لګولو په اړه هم ژوره اندیښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجراییوی رییسې مېرمن سیما بحوث هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلی، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوی. مېرمن سیما بحوث له ټولو اړوندو خواو غوښتی، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره دې ملګرو ملتونو ته لاسونه ورکړی او د هغوی غږونه، لومړیتوبونه او سپارښتنې دې وارزوی او هغو خدماتو ته دې بودیجه برابره کړی، چې افغان مېرمنې ورته سخته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ