ملګرو ملتونو پلخمری کې پر پرونۍ شوې چاودنې خواشینی ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما په پلخمری کې د پرونۍ چاودنې له امله پر وژل شویو کسانو خواشینی څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ښې درملنې هیله کړې.
په بغلان کې ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې دغه برید کې اووه تنه وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دی، خو فرانس پرېس خبری آژانس بیا ویلی، چې دغه برید کې ګڼ شعیه مذهبی وګړی مړه او ژوبل دی.
ځایی وګړو ویلی، چې د پلخمری په امام زمان جومات کې د دغې چاودنې پرمهال شاوخوا ۴ سوه کسان موجود وو او چاودنه هم د جومات په لومړی کتار کې شوې ده.
امنیتی سرچینو تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه کړی، خو ولایتی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې برید ښایی ځانمرګی وی.
رویټرز خبری آژانس ویلی، چې د یاد برید مسوولیت د داعـ.ـش خراسـ.ـان څانګې منلی دی.
امنیتی سرچینو بیا ویلی، چې د برید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې پیل کړې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.