کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومی منشی له اسراییلو غوښتی، د غزې په سویل کې خپل ځمکنی بریدونه ودروی.
د دغو رسنیو د راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو ډېری لوړ پوړو چارواکو هم غزه کې د بشپړ بشری ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ملګریو ملتونو ویلی، چې د غزې په جنوبی برخه کې تر دوزخ بدتره سناریو په مخکې ده.
اسراییلی اشغالګرو په خپلو هوایی او ځمکنی بریدونو کې بې دفاع ولسی وګړی په نښه کړی، چې له امله یې تر دا مهاله ۱۶ زرو څخه ډېر کسان وژلی او له ۴۲ زرو ډېر یې ژوبل کړی دی.
بل لور بیا د حمـ.ـاس جنګیالیو په نننیو بریدونو کې دوه اسراییلی سرتېری او یو لوړ رتبه افسر په مخامخ جګړه کې وژلی دی.
اسراییلی چارواکو دغه نښته کې د څلور نورو پوځیانو د ټپی کېدو خبر هم ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ